Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat
پس چې هغوئي کله خپل ځائے ته ورسيدو نو مور بي بي ورته ووئيل: ځويه! يو کَس ستا پوښتنه کوله۔
دا يـې چې واوريدل نو شيخ اَحمد دِميَاطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مسجدِ نبوي شريف ته حاضر شو، وه يـې کتل چې يو رُعب دار او د سپينې ږيرې والا شخصيت دے، هغوئي پۀ ليدلو سره وفرمائيل: شيخ احمده! مرحبا۔۔۔!! شيخ احمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زۀ زر ور وړاندې شوم او د هغوئي لاسونه مې ښکل کړل۔ هغوئي وفرمائيل: احمده! تاسو مِصر ته لاړ شئ! عرض مې اوکړو: عالي جاه! څنګه لاړ شم؟ زما سره خو کرايه هم نشته او اوښان مې هم مړۀ شوي دي۔ هٰغه بزرګ احمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ځان سره کړو او مِصري حاجيانو يوې خيمې ته يـې بوتللو او يو کَس له يـې د اوښانو کرايه ورکړه او وه يـې فرمائيل: تاسو شيخ احمد او د هغوئي مور مِصر ته ورسوئ۔ هٰغه مصري حاجي هم د هٰغه بزرګ ډير عزت اوکړو، بيا شيخ احمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زر خپل سامان تيار کړو، مور بي بي يـې د ځان سره کړه او د مِصري حاجيانو خيمې ته ورسيدو، د هٰغه وخته پورې هٰغه نيک بزرګ هم هلته تشريف فرما وو، بيا د نـمونځ وخت وو، شيخ احمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هٰغه بزرګ سره مسجدِ نبوي شريف ته حاضر شو، بزرګ وفرمائيل: احمده! تاسو لاړ شئ او نـمونځ ادا کړئ! شيخ احمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه جومات ته لاړو، نـمونځ يـې ادا کړو، اِنتظار يـې کولو چې هٰغه نيک بزرګ به هم راځي خو هغوئي تشريف را نۀ وړو، شيخ احمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما هغوئي ډير ولټولو خو چرته مې هم پيدا نۀ کړو، اخر زۀ د شيخ صَفِيُّ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې حاضر شوم او ټوله واقعه مې بيان کړه۔ شيخ صَفِيُّ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د هٰغه بزرګ د حُليې مبارکې پۀ باره کښې واوريدل نو وه يـې فرمائيل: هٰغه نيک بزرګ بل څوک نۀ وو بلکې د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم ترۀ حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وو کوم چې ستاسو د پريشانۍ ختمولو د