Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat

Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat

کوزيدل دي، بيا د قيامت پۀ ورځ راپاڅيدل هم دي، آه! هٰغه د حشر ميدان۔۔۔ هٰغه د اوسپنې سرۀ شوې زمکه۔۔۔ وور وروونکے نمر۔۔۔ د قهر سره به مخ کيدل، اعمال نامې به پرانستے کيږي، پۀ دې حالت کښې به د الله پاک دربار ته حاضري وي، زما د ژوند هر يو عمل به مخې ته وي، هٰغه وخت به زما څۀ کيږي؟ دا ويره به يې لړزوي (2): او دويمه خبره: اِنسان خپل نفس د خواهشاتو نه منع کوي۔ چې دا دواړه کارونه اوکړو نو څۀ به ميلاؤيږي؟ الله پاک فرمائي:

فَاِنَّ الْجَنَّةَ هِیَ الْمَاْوٰىؕ(۴۱) (پارہ :30  ،سورۂ  نازعات:41)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو بے شکه بس جَنَّت (د هغۀ) استوګنه [د اوسيدو ځائے] دے۔

جَنَّت به ميلاؤيږي۔ واه۔۔۔!! څومره زبردست فضيلت دے۔۔۔!! مونږ د څو روپو ګټلو د پاره ټوله ورځ محنت کوو، کار، کار، بس کار مو پۀ مزغو کښې وي، بيا چرته راته يو څو يا يو څو زره روپۍ ميلاؤيږي۔ د الله پاک د رحمت نه قربان شم! کار څۀ دے؟ نفس د خواهشاتو نه منع کول، چې دا اوکړې نو څۀ به ميلاؤيږي؟ جَنَّت۔ د هلته هميشه پاتې کيدونکي نعمتونه، نۀ ختميدونکے ژوند۔۔۔!!

وہ تو نہایت سستا سودا بیچ رہے ہیں جنّت کا ہم مفلس کیا مول چُکائیں اپنا ہاتھ ہی خالی ہے

د نفس مخالفت پۀ کومو کارونو کښې اوکړئ!

 حضور غوثِ اعظم شيخ عبد القادِر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: که کاميابي غواړئ نو د خپل رَبِّ کريم پۀ فرمانبردارۍ کښې د نفس مخالفت اوکړئ! که نفس د رَبِّ کريم د فرمانبردارۍ (يعنې د نيک اعمالو) خواهش کوي نو داسې خواهش پوره کړئ او که د