Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat
مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ عطا کړې ده يعنې نيک اَعمَال۔ د اِسلامي وروڼو د پاره: 72 نيک اعمال دي، د اِسلامي خوئيندو د پاره 63، د طالب علمانو د پاره 92 او د وړو ماشومانو د پاره 40۔ دا نيک اعمال اِختيار کړئ، پۀ دې کښې به درته ډير زيات عبادتونه ميلاؤ شي، مثلاً * پۀ دې کښې يو نيک عمل د پينځه واړو نـمونځونو د جَمعې سره د کولو پۀ باره کښې دے * د ښو ښو نيتونو کولو نيک عمل دے * پۀ دې کښې نفلونه هم شامل دي * تلاوت * ذِکر او درود * مختلف سُنَّت * سليقه شِعَارِي * مختلف آداب وغيره ډير څۀ دي۔ که چرې مونږ دا نيک اعمال پۀ خپل ځان باندې نافذ کړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير پۀ اسانۍ سره به د نفسِ اَمَّاره پۀ زور ماتولو، د دۀ پۀ ټيک کولو کښې کامياب شو۔
میں نثار ایسا مسلماں کیجیے توڑ ڈالیں نفس کا زُنّار ہم([1])
د تزکيۀ نفس د پاره د ټولو نه اهمه خبره کومه چې ډيره زياته ضروري ده هغه دا چې د الله پاک نه سوال کول هيڅکله هم مۀ هيروئ ځکه چې نفسِ اَمَّاره ډير سرکشه دښمن دے، شيطان کوم چې د ګمراه کيدو نه مخکښې ډير لوئي عالِم او عبادت ګزار وو او ډير چالاکه او مکار هم دے، د نفسِ اَمَّاره سره هغۀ هم مقابله اونکړے شوه، هٰغه بدبخته هم نفسِ اَمَّاره بے لارې کړو او د هميشه د پاره يـې کافر او نا مُراده کړو نو سوچ اوکړئ چې مونږ به د نفسِ اَمَّاره مقابله څنګه اوکړو۔ لهذا که د الله پاک مدد راسره وي نو بيا د نفسِ اَمَّاره نه ازادي ميلاؤيدے شي۔ د الله پاک د نبي حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام دا ښکلے فرمان پۀ قرآنِ کريم کښې هم موجود دے، هغوئي فرمائي: