Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat
بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه اوكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مختصر تعارف
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوږ ترۀ دے، هغوئي د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته د تشريف راوړلو نه دوه کاله مخکښې دُنيا ته تشريف راوړلو۔ د هغوئي 4 مشهور لقبونه: (1): اَسَدُ اللّٰہ (د الله ازمرے) (2): اَسَدُ الرَّسُول (د رسولِ پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ازمرے) (3): فاعِلُ الْخَیْرات (د ډيرو نيکو کولو والا) او (4): سَیّدُ الشُّهَدَاء (د شهيدانو سردار)۔ ([1])
کیا پوچھتے ہو کیا ہیں حضرت امیرِ حمزہ حیرت کی انتہا ہیں حضرت امیرِ حمزہ
اللہ رے یہ نسبت! اللہ رے یہ عظمت! سرکار کے چچا ہیں حضرت امیرِ حمزہ
د اللہ او د رسول شير(ازمرے)
پۀ معجم کبير کښې دي: د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ هٰغه ذات باندې مې دې قَسم وي د چا پۀ قبضه کښې چې زما ځان دے! بے شکه پۀ اووم اسمان باندې ليکلے شوي دي: حَمْزَةُ بْن عَبْدِ الْمُطَّلِبِ أَسَدُ اللهِ وَأَسَدُ رَسُوْلِهِ يعنې حضرت حمزه بن عبدُ المُطَّلِب د الله او د هغۀ د رسول ازمرے دے۔ ([2])
وہی شیر ہیں خُدا کے اور شیر مصطفےٰ کے ہیں مُحِبِّ حبیبِ دَاوَرْ آقا امیر حمزہ!