Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat

Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat

(6) دُرُودِ شَفاعت

اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ

د شفِيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ مُعَظَّم دے: څوك چې داسې دُرود شريف ولوَلي، د هغه د پاره زما شفاعت واجب شي. ([1]) راځئ چې دا دُرُود هُم پۀ شريكه ووائيو.

(1) د يو زر [1000] ورځو نيكۍ:

جَزَی اللّٰہُ عَنَّا مُحَمَّدًا مَا ھُوَ اَھْلُہٗ

د حضرتِ سَیِّدُنا ابنِ عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه رِوايت دے چې مدينے سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د دې د لوستونكي د پاره فرښتے د يو زر [1000] ورځو پورې نيكۍ ليكي. ([2])  راځئ چې مونږ يـې هُم پۀ شريكه ووائيو.

(2) داسې ده لكه شبِ قدر يـې چې حاصل کړو

د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: چا چې دا دُعا درې ځله ولوستله نو لکه هغه چې شبِ قدر حاصل کړو۔ [3] راځئ چې مونږ هُم دا دُعا پۀ شريکه ووائيو۔

لَآ اِلٰہَ اِلَّا اللّٰہُ الْحَلِیْمُ الْکَرِیْمُ، سُبْحٰنَ اللّٰہِ رَبِّ السَّمٰوٰتِ السَّبْعِ وَرَبِّ الْعَرْشِ الْعَظِیْم

 (د حِلم او کرم کوونکي الله پاک نه علاوه هيڅوک د عبادت لائق نشته، الله پاک دے، د اووۀ اسمانونو او د عظمت والا عرش رَبّ)

صَـلُّـوْا  عَلَـی   الْحَبِيْـب!            صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی   مُـحَـمَّد



[1]... الترغیب والترہیب، کِتَابُ الذِّکْر والدُّعَا، جلد:2، صفحہ:329، حدیث:30۔

[2]... مَجْمَعُ  الزَّوائِد، کِتَابُ الْاَدْعِیَہ، جلد:10، صفحہ:254، حدیث:17305۔

[3]… تاریخ ابنِ عساکر، 19/155، حدیث:4415