Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat
باره کښې نازل شوے، پۀ دې آيت کښې هٰغه کَس د چا سره چې الله پاک د جَنَّت وعده کړې ده، د هغۀ نه مُراد حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے او هٰغه کَس چا ته چې د دُنيا مال ورکړے شو خو د قيامت پۀ ورځ باندې به هغه ګرفتار راوستلے شي، د هغۀ نۀ مُراد ابو جهل دے۔ ([1])
پۀ معجم کبير کښې دي: د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ هٰغه ذات باندې مې دې قَسم وي د چا پۀ قبضه کښې چې زما ځان دے! بے شکه پۀ اووم اسمان باندې ليکلے شوي دي: حَمْزَةُ بْن عَبْدِ الْمُطَّلِبِ أَسَدُ اللهِ وَأَسَدُ رَسُوْلِهِ يعنې حضرت حمزه بن عبدُ المُطَّلِب د الله او د هغۀ د رسول ازمرے دے۔ ([2])
وہی شیر ہیں خُدا کے اور شیر مصطفےٰ کے ہیں مُحِبِّ حبیبِ دَاوَر آقا امیر حمزہ!
(3): د نفسِ مُطمَئِنَّه صاحب
پۀ 30 سيپاره، سُورۀ فجر، آيت 27 نه 30 پورې اِرشاد دے:
یٰۤاَیَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَىٕنَّةُۗۖ(۲۷) ارْجِعِیْۤ اِلٰى رَبِّكِ رَاضِیَةً مَّرْضِیَّةًۚ(۲۸) فَادْخُلِیْ فِیْ عِبٰدِیْۙ(۲۹) وَ ادْخُلِیْ جَنَّتِیْ۠(۳۰)
(پارہ:30،سورۂ فجر:27-30)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے د اِطمینان والا نفسه! د خپل رب طرف ته پۀ داسې حال کښې وګرځه چې تۀ د هغۀ نه راضي يـې، [او] هغه ستا نه راضي وي، بيا زما خاصو بندګانو کښې داخِل شه، او زما جَنَّت ته