Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat

Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat

د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شهادت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ 15 شوال، کال 3 هجرۍ د حق او د باطل عظيم جنګ وشو، کوم ته چې غزوۀ اُحد وئيلے شي، پۀ غزوۀ اُحد کښې حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم شريک وو، هغوئي ډير پۀ بهادرۍ سره وجنګيدو او پۀ اخره کښې يـې د شهادت اوچته مرتبه حاصله کړه۔ ([1]) د شهادت پۀ وخت د هغوئي عمر مبارک 54 کاله وو۔ ([2])

سرداری تمہیں حاصِل ہے سارے شہیدوں کی    یوں حق کی حفاظت میں کی جان فِدا حمزہ!

احسان نہ بھولے گا میدانِ اُحُد تیرا    ہے اس کی شبِ جاں میں اب تیری ضیا حمزہ!

د امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ شان کښې قرآني آيتونه

راځئ چې د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ شان کښې نازل شوي آيتونه واورو او د هغې نه سبق حاصل کړو:

(1): نُور ورعطا کړے شو

حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هجرت نه مخکښې هم پۀ مکه مکرمه کښې د اِيمان قبلولو سعادت حاصل کړو، کله چې هغوئي د اِسلام پۀ دولت مالا مال شو نو هٰغه وخت د هغوئي پۀ شان کښې دا آيت مبارک نازل شو۔

اَوَ مَنْ كَانَ مَیْتًا فَاَحْیَیْنٰهُ وَ جَعَلْنَا لَهٗ نُوْرًا یَّمْشِیْ بِهٖ فِی النَّاسِ كَمَنْ مَّثَلُهٗ فِی الظُّلُمٰتِ لَیْسَ بِخَارِجٍ مِّنْهَاؕ-

(پارہ:8،سورۂ انعام:122)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او آيا هٰغه کوم چې مړ وو بيا هغه مونږه ژوندے کړو او مونږ د هغۀ د پاره يو نُور جوړ کړو د کوم پۀ ذريعه چې هغه پۀ خلقو کښې ګرځي (آيا) هغه


 

 



[1]... معرفۃ الصحابۃ، جلد:2، صفحہ:17۔

[2]... اُسد الغابۃ، رقم:1251،  حمزة بن عبد المطلب،  جلد:2، صفحہ:70۔