Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat

Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat

نفس نے لذتوں میں پھنسایا       مجھ پہ لطف و کرم ہو خُدایا!

دل سے چاہت مِٹا ما سِوا کی        میرے مولیٰ تُو خیرات دیدے!

صَـلُّـوْا  عَلَـی   الْحَبِيْـب!            صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د دعوتِ اِسلامي د يوې شعبې تعارف: جامعةُ الـمدينه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ حديثِ پاک کښې دي: عالِم جوړ شه! طالِبِ عِلم جوړ شه! يا (کم از کم) د علماؤ سره محبت کوونکے جوړ شه! څلورم مۀ جوړيږه ګنې هلاک به شې۔ ([1]) ګويا دِين زده کول، ښودل او د داسې خلقو سره محبت کول د هلاکت نه د بچ کيدو حل دے۔

د عاشقانِ رسول دِيني تنظيم دعوتِ اِسلامي * د عِلمِ دِين د نُور تقسيمولو * د معاشرې د اِصلاح کولو * د خلقو د عقيدو او اعمالو د اِصلاح کولو * او د عشقِ رسول د جامونو څښولو سره سره اُمت ته د با عمله عالمانو ورکولو لړ کښې هم مصروف دے۔ د دې مقصد د پاره پۀ ملک او بهر ملکونو کښې د شعبه جامعةُ الـمدينه (بوائز اينډ ګرلز) لاندې د 1500 نه زيات جامعةُ الـمدينه جوړ کړے شوي دي، پۀ کومو کښې چې د يو لاکھ 28 زرو نه زيات زنانه او نارينه طالبِ عِلمان عِلمِ دِين حاصلوي۔

د دې شعبې لاندې * درسِ نظامي (عالِم کورس)* مختلف تَخَصُّصَات (Specialization) * فيضانِ شريعت کورس  * امامت کورس وغيره کولے شي * پۀ ځينې څانګو کښې د دِيني علمونو سره سره دُنيائي علمونه هم ښودلے شي * طالبِ علمانو ته د هاسټل (Hostel)، ميس (Mess)، د طِبي عِلاج (Medical) اسانۍ هم ويړيا ورکولے شي


 

 



[1]... دارمی، صفحہ:96، حدیث:254 ۔