Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې اِيمان تازه کوونکو واقعو نه معلومه شوه چې حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هٰغه عظيم او د پاک رُوح والا هستي ده چې هغوئي ته حُکم وشو:
فَادْخُلِیْ فِیْ عِبٰدِیْۙ(۲۹) (پارہ:30،سورۂ فجر:29)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا زما خاصو بندګانو کښې داخِل شه۔
هغوئي اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ هٰغه پاکو بندګانو کښې شامل دے او د الله پاک پۀ عطا سره د هغۀ د بندګانو مدد فرمائي او د سوال کوونکو جولۍ ډکوي۔
الله پاک دې پۀ حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ باندې کروړونه رحمتونه نازل کړي، الله پاک دې زمونږ د ګنهګارانو د هغوئي فيضان نصيب کړي۔ دلته هم زمونږ د پاره د زدکړې سبق شته ۔ وګورئ چې د نَفْسِ مُطَمَئِنَّہ څنګه فضيلت دے، کوم خوش قِسمته چې خپل نفس ټيک کړي او پۀ نَفْسِ مُطَمَئِنَّہ جوړولو کښې کامياب شي، د هغۀ د رُوح قبض کيدو پۀ وخت هغۀ له زيرے ورکولے شي، هغۀ ته وئيلے شي: اے د اِطمينان والا نفسه! ځه! د خپل رَبّ طرف ته راوګرځه۔ د الله پاک پۀ خاص بندګانو کښې شامل شه، د الله پاک جوړ کړي جَنَّت ته راشه۔۔۔!!
سُبْحٰنَ اللہ! غور اوکړئ چې د نَفْسِ مُطَمَئِنَّہ د صاحب څومره ښکلے شان دے۔ مونږ له هم پکار دي چې مونږ خپل نفسِ اَمَّاره ټيک کړو او د نَفْسِ مُطَمَئِنَّہ جوړولو پوره کوشش اوکړو۔