Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat

Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat

بيا چې کله هغوئي اِسلام قبول کړو، د هغوئي زړۀ د ايمان پۀ نُور باندې منور شو نو فرمائي:

فَاَحْیَیْنٰهُ (پارہ:8،سورۂ انعام:122)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا هغه مونږه ژوندے کړو۔

معلومه شوه چې اصلي ژوند د زړۀ ژوند دے، د چا پۀ زړۀ کښې چې د اِيمان نُور موجود دے، هغه ژوندے دے، او د چا پۀ زړۀ کښې چې دا نُور موجود نۀ دے، د هغۀ زړۀ هم مړ دے، هغه پخپله هم د ژوندو پۀ شکل کښې مړے دے۔

زِندگی زِندہ دِلی کا نام ہے        مُردہ دِل کیا خاک جیا کرتے ہیں

د زړۀ حفاظت اوکړئ۔۔۔!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې نه معلومه شوه چې د زړۀ حفاظت ډير ضروري دے، نن سبا دلته خلق د ظاهري وجود خيال ساتلو ته ډير پام کوي، زمونږ وجود ته روزانه د څومره خوراک ضرورت دے؟ څومره کيلوريز ضروري دي، پۀ جسماني توګه که کمزوري يو نو ډاکټر له هم ځو، خلق د وجود د فِټ ساتلو د پاره ورزشونه هم کوي، او د وجود د فِټ ساتلو د پاره ويټ لفټنګ (Weightlifting) هم کوي۔

ځان پۀ جسماني توګه د صحت مند ساتلو کوشش بد نۀ دے، البته دا د سوچ خبره ده چې آيا دا هر څۀ مونږ د خپل زړۀ پۀ معامله کښې هم کوو؟ آيا مونږ چرته سوچ کړے دے چې زمونږ زړۀ صحت مند دے که نۀ؟ چرته مونږ پۀ باطني توګه بيماران خو نۀ يو؟ چرته زمونږ پۀ زړۀ کښې حسد، تکبر، بغض، کينه وغيره ايمان اخستونکې بيمارۍ خو نۀ دي پيدا شوې؟

د افسوس سره عرض کووم چې عام طور دې طرف ته هډو پام نۀ کيږي۔ حالانکې اصلي