Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat
زما خاصو بندګانو کښې داخِل شه۔
یعنې اے نَفْسِ مُطَمَئِنَّہ! اے پاک رُوحه...!! زما د خاصو نه پۀ خاص بندګانو کښې شامل شه...!!
عظيم عاشقِ رسول حضرت علَّامه يوسُف بن اسماعيل نبهاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي چې يو ځل سخته سوکړه وه، پۀ هٰغه سوکړه کښې د حج ورځې هم راغلې۔ (اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د سوکړې باوجود عاشقانِ رسول د حج د پاره لاړل)، حضرت شيخ اَحمد بن محمد دِميَاطي مصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د مِصر نه دوه اوښان واخستل او د خپلې مور بي بي سره د حج د پاره مکے مکرمې ته حاضر شو، د حج د ادا کولو نه چې فارغ شو نو د سرکارِ اعظم، رسولِ مُحتَشم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ پاک دربار کښې د سلام عرض کولو د پاره مدينے منورې ته حاضر شو، هلته چې راغلل نو اوښان يې هم مړۀ شول، د هغوئي سره خرچه هم ختمه شوې وه، ځکه ډير پريشانه شو چې اوښان مړۀ شول، د واپسۍ کرايه راسره هم نشته، اوس به کور ته واپس څنګه ځم؟ د دې پريشانۍ پۀ حالت کښې شيخ احمد دِميَاطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شيخ صَفِيُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې حاضر شو او ټول حالات يـې ورته بيان کړل، شيخ صفيُّ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: تاسو د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوږ ترۀ حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مزار مبارک ته حاضري اوکړئ، هلته د قرآنِ کريم تِلاوت اوکړئ او خپله پريشاني عرض کړئ!
شيخ اَحمد دِميَاطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ دې نصيحت باندې عمل اوکړو او د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مزار مبارک ته حاضر شو، هلته يـې د قرآنِ مجيد تلاوت اوکړو، بيا يـې د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خِدمت کښې خپله پريشاني عرض کړه۔ دلته د حاضرۍ نه