Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat

Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat

داخِل شه۔

د روايتونو مطابق دا آيتونه هُم د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ شان کښې نازل شوي ، ([1]) کله چې د هغوئي رُوح مبارک د پاک وجود نه جُدا شو نو هغوئي ته خطاب وشو:

یٰۤاَیَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَىٕنَّةُۗۖ(۲۷) (پارہ:30،سورۂ فجر:27)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے د اِطمینان والا نفسه!۔

ارْجِعِیْۤ اِلٰى رَبِّكِ رَاضِیَةً مَّرْضِیَّةًۚ(۲۸) (پارہ:30،سورۂ فجر:28)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د خپل رب طرف ته پۀ داسې حال کښې وګرځه چې تۀ د هغۀ نه راضي يـې، [او] هغه ستا نه راضي وي۔

فَادْخُلِیْ فِیْ عِبٰدِیْۙ(۲۹) وَ ادْخُلِیْ جَنَّتِیْ۠(۳۰) (پارہ:30،سورۂ فجر:29-30)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا زما خاصو بندګانو کښې داخِل شه، او زما جَنَّت ته داخِل شه۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې آيتونو نه يو څو خبرې معلومې شوې: (1): حضرت امیر حمزہ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نَفْسِ مُطْمَئِنَّہ والا اِنسان دے۔

د نفس 3 قِسمونه

د اِنسان د نفس 3 قِسمونه دي: (1): : هٰغه نفس کوم چې پۀ ګناه باندې راپارول کوي، هغه ته نفسِ اَمَّاره وئيلے شي (2): : هٰغه نفس کوم چې اِنسان پۀ ګناه باندې رټي او ملامته کوي يې، هغه ته نَفْسِ لَوَّامَہ وئيلے شي (3): دريم نفس دے: نَفْسِ مُطَمَئِنَّہ، دا د ټولو نه د افضل او اعلیٰ درجې والا وي، کله چې اِنسان دننه، د هغۀ ضمير، د هغۀ نفس د


 

 



[1]... تفسیر خازن، پارہ:30، سورۂ فجر، زیرِ آیت:27، جلد:4، صفحہ:428۔