Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat
الله پاک پۀ 30 سيپاره، سورۀ شمس کښې فرمائي:
قَدْ اَفْلَحَ مَنْ زَكّٰىهَاﭪ(۹) وَ قَدْ خَابَ مَنْ دَسّٰىهَاؕ(۱۰) (پارہ:30، سورۂ شمس:9-10)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه چا چې نفس پاک کړلو هغه کامياب شو۔ او بے شکه چا چې نفس پۀ ګناهونو کښې پټ کړو هغه ناکام شو۔
معلومه شوه چې * د کاميابۍ معيار عزت او شهرت نۀ دے * د کاميابۍ معيار مال او دولت، عيش او عشرت، لوئي منصب نۀ بلکې د کاميابۍ معيار څۀ دے؟ تزکيۀ نفس۔۔۔!! کامياب دے هٰغه اِنسان چا چې د خپل نفس تزکيه اوکړه، خپل نفس يـې د بدو عقيدو، د خرابو اخلاقو، خرابو عادتونو او د باطني مرضونو نه پاک کړو او چا چې خپل نفس پاک نۀ کړو، هغه که پۀ دُنيائي لحاظ سره څومره هم عروج ته ولې وه نۀ رسيږې ، هغه کامياب نۀ دے، پۀ حقيقت کښې ناکامه دے۔
بڑے مُوذی کو مارا نفسِ اَمّارہ کو گر مارا نِہَنگ و اَژدہا و شیرِ نَر مارا تو کیا مارا
وضاحت: مګر مچ، مار او ازمرے وژل څۀ لوئي کار نۀ دے لوئي کار خو نفسِ اَمَّاره وژل يعنې د ګناهونو نه منع کيدل دي۔
حُجَّةُ الاِسلَام حضرت امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تزکيۀ نفس يعنې د نفسِ اَمَّاره د ټيک کولو او د نَفْسِ مُطَمَئِنَّہ د جوړولو 3 بهترينې طريقې ښودلې دي۔ ليکلي يـې دي: د 3 څيزونو پۀ مرسته د نفسِ اَمَّاره زور ماتيدے شي: (1): د خواهشاتو نه منع