Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat
الله پاک پۀ حکمونو او د هغۀ د رضا پۀ طلب کښې رنګ شي، هغۀ له نيکي کول مزه ورکوي، سکون ورته ميلاؤيږي، د نيکۍ نه لرې کيدل، د نيکۍ نه منع کيدل پۀ هغۀ باندې بوج وي، داسې نفس ته نَفْسِ مُطَمَئِنَّہ وئيلے شي۔ ([1])
کله چې د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اخري وخت شو نو هغوئي ته خطاب وشو:
یٰۤاَیَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَىٕنَّةُۗۖ(۲۷) (پارہ:30،سورۂ فجر:27)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے د اِطمینان والا نفسه!۔
معلومه شوه چې حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د پاک نفس والا، د الله پاک پۀ رضا کښې راضي اوسيدونکے، هر وخت د هغۀ د رضا پۀ کوشش کښې اوسيدونکے، پۀ نيکو کښې سکون موندونکے، د ذوق او شوق او د اِستقامت سره نيک اعمال کوونکے دے۔
نور پۀ دې آيتونو کښې ووئيلے شو چې (2): هغوئي د الله پاک نه راضي دي او الله پاک د هغوئي نه راضي دے (3): هغوئي ته جَنَّت عطا کړے شو او (4): هغوئي د الله پاک د خاصو نه پۀ خاص بندګانو کښې شامل کړے شو۔
حضرت حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ جَنَّت کښې ډډه وهلې ده
د حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه روايت دے، د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د شپې چې زۀ جَنَّت ته داخل شوم نو وه مې ليدل چې حمزه (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) د خپلو دوستانو سره موجود وو۔ ([2])
پۀ يو روايت کښې دي، فرمائي: د شپې چې زۀ جنَّت ته داخل شوم نو وه مې ليدل چې