Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat

Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat

د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او  (2) دُعاګانې

(1) د شَبِ جُمعې [يعنې د جُمعې د شپې] دُرُود

اَللّٰھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِالنَّبِیِّ الْاُمِّـیِّ

الْـحَبِیْبِ الْعَالـِی الْقَدْرِ الْعَظِیْمِ الْجَاہِ وَ عَلٰی اٰلِہٖ وَ صَحْبِہٖ وَ سَلِّمْ

بُزرګانو فرمائيلي دي چې څوك هره شَبِ جُمعه (يعنې د جُمُعې او زيارت پۀ مينځنۍ شپه باندې) دا دُرُود شریف پۀ پابندۍ سره کم ازکم يو ځل لوَلي [هغه به] د مرګ پۀ وخت کښې د مدينے د سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبر کښې د داخليدو وخت کښې هُم، تر دې چې د مدينے سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبر کښې د خپل رَحمت نه ډكو لاسو باندې كوزوي. ([1]) راځئ چې مونږ هم پۀ شريكه دا دُرُود ووائيو.

(2) ټول ګناهونه مُعاف

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِ نَا وَ مَوْلَانَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰی اٰلِہٖ وَسَلِّمْ

د حضرتِ سَیِّدُنا انَس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روایت دے چې مدينے تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي كه ولاړ وو نو د كښيناستلو نه مخکښې او كه ناست وي نو د ودريدلو نه مخکښې به د هغه ګُناهونه مُعاف كړے شي. ([2]) راځئ چې مونږ هم پۀ


 

 



[1]... اَفْضَلُ الصَّلاۃ، صفحہ:151، خلاصۃً۔

[2]... اَفْضَلُ الصَّلاۃ، صفحہ:65۔