Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat

Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat

حضرت جعفر طيار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د فرښتو سره پۀ هوا کښې الوتلو او حضرت حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ تخت باندې ناست وو او ډډه يـې وهلې وه۔ ([1])

پۀ خاصو کښې خاص بندګان څوک۔۔۔؟

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې آيتونو کښې اِرشاد وشو:

فَادْخُلِیْ فِیْ عِبٰدِیْۙ(۲۹) (پارہ:30،سورۂ فجر:29)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا زما خاصو بندګانو کښې داخِل شه۔

دلته د عِبَادِي (يعنې د الله پاک پۀ خاصو کښې خاص بندګان) څوک دي؟ پۀ دې باره کښې د قرآنِ کريم پۀ يو بَل آيت کښې دي:

فَالْمُدَبِّرٰتِ اَمْرًاۘ(۵) (پارہ:30،سورۂ نازعات:5)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا (قَسَم دے!) د کائنات د نظام پۀ چلوونکو۔

د الله پاک مختلفې فرښتے دي، د هغوي مختلفې ډيوټيانې لګولے شي * څۀ فرښتے پۀ باران ورولو باندې مقررې دي * څۀ پۀ غرونو باندې مقررې دي * ځينې فرښتے زمونږ پۀ اعمالو باندې مقررې دي، دغه شان د مختلفو فرښتو مختلفې ذمه وارۍ دي، دې فرښتو ته مُدَبِّر فرښتے وئيلے شي، ([2]) عُلَمائے کرام فرمائي: کله چې د نَفْسِ مُطَمَئِنَّہ والا هستيانې يعنې اوليائے کرام د دُنيا نه لاړ شي نو هغوئي هم پۀ دې فرښتو کښې شاملولے شي او مختلفې ډيوټيانې ورته ورکولے شي۔ ([3]) پۀ دې باره کښې اِرشاد دے:

فَادْخُلِیْ فِیْ عِبٰدِیْۙ(۲۹) (پارہ:30،سورۂ فجر:29)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا


 

 



[1]... مستدرک، کتاب معرفۃ الصحابۃ، جلد:4، صفحہ:201، حدیث:4942۔

[2]... تفسیر طبری، پارہ:30، سورۂ نازعات، زیرِ آیت:5، جلد:12، صفحہ:420، رقم:36167۔

[3]... تفسیر خازن، پارہ:30، سورۂ نازعات، زیرِ آیت:5، جلد:4، صفحہ:391۔