Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat

Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat

اِنَّ النَّفْسَ لَاَمَّارَةٌۢ بِالسُّوْٓءِ اِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّیْؕ- (پارہ :13،سورۂ یوسف :53)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه نفس خو د بدۍ ډير حُکم ورکوونکے دے خو پۀ چا چې رب رحم اوکړي۔

يعنې نفسِ اَمَّاره د بدۍ ډير حکم کوونکے دے، د دۀ د شر نه هم هغه بچ کيږي پۀ چا باندې چې د الله پاک رحم او فضل وي۔

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يوه دُعا

حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي           صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د سورۀ شمس د دې آيتونو تلاوت کولو:

وَ نَفْسٍ وَّ مَا سَوّٰىهَاﭪ(۷) فَاَلْهَمَهَا فُجُوْرَهَا وَ تَقْوٰىهَاﭪ(۸)(پارہ :30 ،سورۂ شمس :7-8)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د نفس او د هٰغه ذات [قَسَم]، چې هغه يـې برابر جوړ کړو۔ بيا يـې د هغۀ د نافرمانۍ او د هغۀ د پرهيزګارۍ پوهه د هغۀ پۀ زړۀ کښې واچوله۔

بيا به يـې دُعا کوله: اَللّٰهُمَّ آتِ نَفْسِي تَقْوَاهَا أَنْتَ وَلِيُّهَا وَمَوْلَاهَا وَخَيْرُ مَنْ زَكَّاهَا ([1])

ترجمه: اے الله پاکه! زما نفس ته تقویٰ عطا کړې، هُم تۀ د دۀ مالِک او مولیٰ، او هم تۀ دۀ ته بهتر پاک والے عطا کوونکے يـې۔

مونږ له هم پکار دي چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا ادا، ادا کړو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د نفسِ اَمَّاره زور به هم مات شي۔


 

 



[1]... معجم کبیر ، جلد:5، صفحہ:283، حدیث:11028۔