Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat
به د هغۀ چا پۀ شان شي څوک چې پۀ تِيارو کښې (پروت) دے (او) د هغو نه د وتلو والا هم نۀ دے۔ ([1])
دلته د 2 کسانو پۀ خپل مينځ کښې تقابل شوے دے (1): يو حضرت امیر حمزہ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ، د هغوئي پۀ باره کښې اِرشاد وشو: هغوئي مخکښې کلمه نۀ وه لوستلې، بيا الله پاک هغوئي ته د اِيمان توفيق عطا کړو، د هغوئي زړۀ ته يـې د اِيمان نُور کوز کړو (2): دويم ابو جهل دے، د دۀ پۀ باره کښې وفرمائيلے شو: دے پۀ تيارو کښې ګرځي، د هغې نه د وتلو والا نۀ دے۔
فرمائي: آيا دا دواړه يو شان کيدے شي؟ هيڅکله نشي کيدے۔
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ دې آيت مبارک کښې د ژوند عجيبه فلسفه بيان کړے شوې ده، پۀ عام توګه حرکت ته ژوند وئيلے شي، د چا ساه ګانې چې روانې وي، څوک چې خبرې کولے شي، اوريدے شي، ګرځيدے شي، هغۀ ته ژوندے وئيلے شي، خو پۀ دې ځائے کښې قرآنِ کريم د ژوند يو بل مفهوم بيان کړے دے، وګورئ چې حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دُنيا ته د تشريف راوړلو د 40 کالو نه زياته موده تيره شوې وه، هغوئي به ګرځيدو هم، خوراک څښاک به يـې هم کولو، ښکار به يـې هم کولو، د دې باوجود الله پاک فرمائي:
كَانَ مَیْتًا (پارہ:8،سورۂ انعام:122)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هٰغه کوم چې مړ وو۔