Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat
ژوند هُم د زړۀ ژوندي ساتلو نوم دے۔ چا څۀ ښه وئيلي دي چې:
دِلِ مُردَہ دِل نہیں، اسے زِندہ کر دوبارہ یہی ہے اُمّتوں کے مرضِ کُہُن کا چارہ
وضاحت: مطلب دا دے چې د قامونو د اصلي بيمارۍ علاج دا دے چې د هغوئي زړونه ژوندي کړے شي۔
پۀ 20 سيپاره، سورۀ قصص، آيت: 61 کښې ارشاد دے:
اَفَمَنْ وَّعَدْنٰهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِیْهِ كَمَنْ مَّتَّعْنٰهُ مَتَاعَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ثُمَّ هُوَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ مِنَ الْمُحْضَرِیْنَ(۶۱) (پارہ:20،سورۂ قصص:61)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو هٰغه کس چا سره چې مونږه ښه وعده کړې ده بيا هغه هغې (وعدې) سره ملاقات کوونکے (هُم) دے آيا هغه د هٰغه کس پۀ شان دے چا لره چې مونږه (صرف) د دُنيائي ژوند ساز و سامان د فائدې اوچتولو د پاره ورکړے وي بيا هغه د قيامت پۀ ورځ د ګرفتار کړے شوو حاضرَوُونکو نه شي۔
پۀ دې آيت مبارک کښې وفرمائيلے شول چې دوه کسان دي: (1): يو هغه دے د چا سره چې الله پاک د جَنَّت وعده کړې ده او هغه به ضرور جَنَّت ته رَسيږي او (2): دويم هغه دے کوم ته چې د دُنيا مال عطا کړے شو، بيا به د قيامت پۀ ورځ باندې هغه ګرفتار راوستلے شي، آيا دا دواړه يو شان کيدے شي؟ هيڅکله هم نشي کيدے۔ مُفَسِّرین کرام فرمائي: دا آيت مبارک هم د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او د ابو جهل پۀ