Book Name:Shan e Ameer e Hamza Me Qurani Ayaat
کيدل (2): پۀ نفس باندې د عبادتونو بوج اچول (3): د اللہ پاک نه مدد غوښتل۔ ([1])
(1): د خواهشاتو نه منع کيدل
د نفس لويه بدي دا ده چې دا خواهشات پالي، که مونږ د نفس خواهشات پوره کول بند کړو نو د دۀ زور به پخپله مات شي۔
د حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه پوښتنه وشوه: د نفس بيماري د هغه (نفس) علاج کله جوړيږي؟ وه يـې فرمائيل: کله چې تۀ د هغۀ د خواهشاتو مخالفت اوکړې (نو هم د هغۀ بيماري به د هغۀ علاج جوړ شي)۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د تزکيۀ نفس د ټولو نه اثرناکه طريقه۔۔۔!! د نفس د خواهشاتو نه منع کيدل دي۔ که چرې مونږ دا اوکړو نو څۀ به ميلاؤيږي؟ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ اَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ وَ نَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوٰىۙ(۴۰) فَاِنَّ الْجَنَّةَ هِیَ الْمَاْوٰىؕ(۴۱)
(پارہ :30 ،سورۂ نازعات:40-41)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پاتې شو هٰغه، څوک چې د خپل رب پۀ بارګاه کښې د ودريدلو نه وه ويريدو او نفس يـې د خواهش نه منع کړو۔ نو بے شکه بس جَنَّت (د هغۀ) استوګنه [د اوسيدو ځائے] دے۔
دا 2 خبرې دي: (1): چې اِنسان د الله پاک پۀ دربار کښې د حاضريدو نه ويريږي، دا ويره هغه هم پۀ زړۀ زړۀ کښې لړزوي چې آه! يوه ورځ مړۀ کيدل دي، تيارۀ قبر ته